ننګرهار په ولایت کې، د مولانا قيام الدين خادم په نوم، د پوهنتون د استادانو ښارګوټی پرانیستل شو.

د مولانا قيام الدين خادم ښارګوټي په اړه نور جزيات په لاندې لینک کې د امريکا غږ په مرکه کې اوريدلی شئ

د پوهنتون د استادانو دغه ښارگوټی چې (قیام الدین خادم ښارگوټی ) نومیږي، د ننګرهار د ولايت په مرکز، د جلال اباد د ښار د اتمې ناحيې د بحراباد په سيمه کې، د جلال اباد د ښاروالۍ له لوري له قانوني مراحلو وروسته پرانستل شو، او استادانو ته د استوگنی لپاره نومرې ورکړل شوې.

 

ددې ښارګوټي د پرانيستلو په مراسمو کې د جلال اباد  ښاروال ملا نعمت الله اخند، د ننګرهار د پوهنتون رئیس پوهاند خليل احمد بهسودوال، د کرنې اوغصب د مخنيوي د کميسيون رئيس مولوي عبدالستار محمد او غړیو يې، د عدلیې رئيس فاتح الله فاتح، او د پوهنتون استادانو گډون کړی وو.

د جلال اباد ښاروال ملا نعمت الله اخند وويل، قيام الدين خادم ښارګوټی په پنځوس جريبه ځمکه کې جوړ شوی، د استوگنی  ۵۱٣ نومرې او د ژوندانه ټولې ضروري اسانتياوې لري.

نوموړي وويل، چې دا ښارګوټی يې د غصب د مخنيوي د کميسيون سره په گډه له غاصبينو را خلاص کړې، او خوښی یې څرگنده کړه چې په بشپړ امانتدارۍ د پوهنتون استادانو ته سپارل کيږي.

هغه له استادانو وغوښتل چې خپلې نومرې تصرف کړي او ابادې يې کړي چې په راتلونکې کې بی کوره نه وی.

ښاروال ملا نعمت الله اخند همدا راز وويل، هڅه کوي چی د دې ښارګوټي سړکونه، ويالې، پارکونه او نور ملحقات په اساسي ډول و رغوي.

نوموړي وويل د مرکزي ادارې او د ولايت د مقام سره په گډه هڅه کوي چې دغسی نور ښارگوټي او ځمکې له غصب خلاصې کړی او خپلو مالکانو ته يې وسپاري.

د ننګرهار د پوهنتون رئیس پوهاند خلیل احمد بهسودوال، د جلال اباد د ښاروال او د ځمکو د غصب د مخنيوي د کمېسیون له غړیو مننه وکړه، چې د دې ښارگوټي په قانوني مراحلو کی یې بشپړه همکاري وکړه او د استوگنې نومرې یې استادانو ته تسلیم کړې.

نوموړي وويل، چې دا ښارګوټی د تېر حکومت په وخت کې استادانو ته ځانګړی شوی و؛ خو غاصبينو، غصب کړی ؤ، او تمه نه کېده چې استادانو ته به وسپارل شي. د  پوهنتون ریس بهسودوال له مسئولينو مننه وکړه چې دوی ته يې خپل ښارګوټی او نومرې وسپارلې.

د ننګرهار د پوهنتون استاد جميل پوپلزي وویل، دا ښارګوټی د ننګرهار د پوهنتون قریب پنځه سوه استادانو ته  ډيزاين شوی؛ خو له دې ډلې، پنځوس تنه استادان تقاعد شوي دي.

د پوهنتون بل استاد احمد ګل واثق وویل (( دا ښارګوټی پوهنتون ته نږدې دی، زه ځکه ډيرخوښ يم چې هر څومره چی استادان پوهنتون ته نږدې وي هماغومره خپلوعلمي چارو ته ښه او ژر رسیدلی شي.)) نوموړی زیاته کړه چې ددې ښارګوټي د کورونو په جوړېدو سره به استادان د سکون ساه واخلي او نور به پوهنتون ته په تلو راتلو کې ستوماني نه احساسوي.

مولانا قیام الدین خادم د افغانستان نامتو اديب، سياستوال او د پښتو ادب له پنځو ستورو څخه دی؛  نو ځکه د هغه د نوم د ژوندی ساتلو لپاره د ننگرهار د پوهنتون د استادانو ښارګوټې، دغه علمی مرکز، د هغه په نوم، نومول شوی دی.