د نفاق پايله – شعر

یوه ورځ چیرې پر لاره تیریدمه
ناڅاپي د ونې لاندې ودریدمه
دوه مرغۍ شوې پاس په ونه کې په جنګ
دواړه غونډې کلوله شوې په دا رنګ
د غونډسکې غوندې لا ندې ولویدلې
پیشو ټوپ کړ دواړه یې غبرګې ونیولې
چغ و پغ شور و فریاد یې وکړ ډېر
مگر څه کېده چې وخت و ځینې تېر
نفاق دواړه د بلا په خوله کې ورکړې
غلیم دواړه رېز مرېز زیر او زبر کړې
د نفاق ونه ګل نه لري سرداره
نه به وه څکې میوه ترې مزه داره
فرض کړه دا چې همیشه دښمن تیار دی
د فرصت او د موقع په انتظار دی
که څوک کاندي اختلاف له خپله وروره
له دښمنه به پایمال وي په ضروره
مولانا قيام الدين خادم