مېنه او محبت
د سبا د باد په شان مې هره څانگه وخوځوله،
د غرو سرونه مې وکاته، صحرا او چمنونونه مې ولټول،
د شینلیو په فرش ورغښتم، د گل په پاڼو و گرځیدم،
له بلبل سره هم اواز شوم،
د نریو ویالو د خرامان تگ سره ملگری شوم،
ولې، شیرین اشنا مې نه کړ پیدا !!!
بلبل را نه والوت ! گل را نه مخ د پاڼو په پلو پټ کړ!
اوبه را نه په مستۍ مستۍ تېرې شوې !
زه د مینې تږې او د محبت وږی !!!
آه زه مینه او محبت لټوم !!!
خادم