Browsing Category

بلاګ

بلاګ

د شاعر مسلک
سهي لاره به ښایم که وم وم، که نه وم نه وم
رښتیا رښتیا به وایم، که وم وم، که نه وم، نه وم
د حق د پیروۍ نه مې، بل څه نشته په زړه کې
چې څه یمه، همدا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
آزاد یم زیږیدلی، بندگي کولی نه شم
بنده د خپل مولا یم که، وم وم، که نه وم، نه وم
په بډو خوشامندو مې، ځان خوښ نه دی، چې غټ شم
که غټ یمه همدا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
چې څوک غواړي څه سپکه مې، د قام له څه جهته
د ښمن د هغه چا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
خدمت د خپلې ژبې، قام وطن، زما مسلک دی
په دې مینه به پایم، که وم وم، که نه وم، نه وم
کرم ښکلي گلونه، چې گلزار شي پښتنو ته
په دغه تمنا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
په ماته کښتۍ ناست یم، طوفانونه دي، په مخ کې
په دې لاره یې بیایم، که وم وم، که نه وم، نه وم
د ناز په خوب ویدې غنچې، ورو، ورو را ویښومه
خادم باد صبا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم
مولانا قیام الدین خادم
کابل مېنه

 

 ننګرهار په ولایت کې، د مولانا قيام الدين خادم په نوم، د پوهنتون د استادانو ښارګوټی پرانیستل شو.

د مولانا قيام الدين خادم ښارګوټي په اړه نور جزيات په لاندې لینک کې د امريکا غږ په مرکه کې اوريدلی شئ د پوهنتون د استادانو دغه ښارگوټی چې (قیام الدین خادم ښارگوټی ) نومیږي، د ننګرهار د ولايت په مرکز، د جلال اباد د ښار د اتمې ناحيې د…

د مولانا خادم ويبپاڼې پرانیسته

ننګرهار پوهنتون کې د ارواښاد مولانا قیام الدین خادم د علمي او ادبي آثارو ویبپاڼې پرانیسته وشوه. (خادم مېنه) په نوم یاد ویبسایټ د ارواښاد استاد خادم د کورنۍ  له خوا پر لیکه شوی او د پښتو ادب د یاد ستوري علمي، ادبي او فلسفي اثار په کې…

د ډاکټر اسمعیل یون سره د مولانا خادم په هکله د امریکا غږ مرکه

د مولانا قیام الدین خادم د ژوند او افکارو پیژندنه  درنو لوستونکو! د مرحوم مولانا خادم د ژوند، شخصیت، علمي، سیاسي او فرهنگي خدمتونو د عمومي پیژندگلوی دپاره، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځی د استاد، ډاکټر محمد اسمعیل یون سره د…