Browsing Category

مقالې

سل کاله عبادت ، یوه خبره د حقیقت

مولانا قیام الدین خادم، دغه خبره، د نن نه ۴٣ کاله پخوا، په هغه سمینار کې کړیده چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د پښتو د چاپي اثارو په هکله په انټرکانینټل هوټل کې دایر کړی و. مولانا خادم د پښتو د ولسي ادب یا ادب العوام په هکله…

رڼه چینه

مولانا قیام الدین خادم د کتابونو نه علاوه زرگونه مقالې او رسالې لیکلي دي. (رڼه چینه) د ارواښاد قیام الدین خادم د مقالو مجموعه ده چې استاد لعل پاچا ازمون په تیرو څو کالونو کې غونډې کړي او د افغانستان د علومو د اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو…

د رباب نغمه

تمامه شپه د غړولو سترگو په کتون او لټون.... لکه د سهار ستوری ستومانه او نا امیده شوی وم، رپیدم، ترهیدم او زنگیدم ! غوښتل مې چی کوم داسې افق کې سر کښیږدم چې ونه گورم دا دنیا او خړمخ یې. د پسرلي د سهار وږمه، چې د سروغوټیو له…

مېنه او محبت 

د سبا د باد په شان مې هره څانگه وخوځوله، د غرو سرونه مې وکاته، صحرا او چمنونونه مې ولټول، د شینلیو په فرش ورغښتم، د گل په پاڼو و گرځیدم، له بلبل سره هم اواز شوم، د نریو ویالو د خرامان تگ سره ملگری شوم، ولې، شیرین اشنا مې نه…

د اوښکو ارزاني

که غله او ارتزاقیات قیمته شي، خو د فصل په راوتو رفع کیږي، که کالي او لباس قیمته شي، بیا هم څه نه څه گوزاره کیږي. خلک وايي:  بربنډ له لارې اوړي، وږې نه اوړی که فیشني شیان قیمته شي نو قیمته دې شي کنه!  (تجمل بیل شی دی او زندگي بیل شی) که…

زموږ د تگ لار

موږ د هیچا په پل نه ځو، په خپله لار ځو، هیله لرو چې لاره د افغان او افغانستان لپاره سمه او د نجات لارثابته شي، سوال کوو چې زموږ له زړونو څځه د غرض ، تمې او جاه طلبۍ خبرې و ایستل شي ! قلم پاک او مقدس څیز دی، قلم د ناولو او ټیټو غوښتنو لپاره…

ایا د جنگ مخنیوی ممکن دی؟

ایا عمومي صلحه په دنیا کی ممکنه ده یا نه ؟ او جنگ له دنیا ورکولای شو که نه ؟  ددې سوال د ځواب دپاره دوه لیاری موجودې دی ! یوه دا چې جنگ د دوه طرفو په منځ کی د څه دپاره کیږي. که سړی هر بحث ته خوشی طول نه ورکوی او انسانی فطرت او تاریخ ته راجع…

د شیطآن نذر

وايي چې یو سړي د کوم شی‍طاني کار کیدو دپاره شل روپۍ نذر کیښود. چې دا کار وشو، سړی له کوره ووت، یو لاروې یې مخې ته راغی، روپۍ یی ورته را وایستې چې واخله کاکا دا شل روپۍ د شیطان په اروا نذر ! هغه ویل : ولې زه درته کافر ښکاره شوم چې د…

ایا د وطن مینه غریزه ده؟

(یوه مکالمه) یو پوه پښتون چې په کابل کی مسافر اوسیږي، د یوه کرايي کور نه بل ته لیږدیلی ؤ. یوه شپه څو تنه پوهان او  لیکوال دده میلمانه شول. یوه میلمه وویل څنگه دا کور ښه دی که پخوانی؟ ده وویل: دا کور ما ته ښه ښکاري او ډېرې ښیگڼې…